EconomyEnglishافغانستان

پکتیا کې د ۲۲۶ زره ډالرو په لګښت د درېیو کوچنیو بندونو د… — Bakhtar

DevelopingEconomy1 SourcesUpdated: 2026-10-26 19:57:05🎙 Listen to radio

Summary: د پکتیا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په مرکز ګردېز او سیدکرم ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پروژوي چارو دفتر په مالي ملاتړ د ۲۲۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت د درېیو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي عنایت‌الرحمن جلالي ویلي، چې دوه کوچني بندونه د ګردېز ښار اړوند په دولت‌زي او مهلن سیمو کې او یو بل په سیدکرم ولسوالۍ کې جوړېږي. ورته مهال د پکتیا مرستیال والي مولوي محمد انور دین‌پرور ډاډ ورکړی چې د د یادو بندونو د جوړولو چارې به په درېیو میاشتو کې بشپړې شي. د سیمې اوسېدونکو باختر اژانس ته ویلي، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د اوبو په برخه کې د دوی شته ستونزې تر ډېره حل شي او له اوبو څخه به په ښه ډول ګټه واخلي. مسوولین زیاتوي، چې درې واړه بندونه د زرګونه مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، چې د اوبو د بې‌ځایه ضایع کېدو په مخنیوي کې به مهم رول ولوبوي او خلک به وکولای شي په منظم ډول ترې ګټه واخلي.

Quick facts

TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-26 19:57:05

Timeline

  1. Bakhtar

    پکتیا کې د ۲۲۶ زره ډالرو په لګښت د درېیو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-26 16:19:53

پکتیا کې د ۲۲۶ زره ډالرو په لګښت د درېیو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button