Summary: د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو ریاست د کیفیت د ارزونې او لابراتواري ازموینو وروسته ۲۶ ټانکره بې کیفیته ډیزل او پټرول د ورېښمو له لارې بېرته ایران ته مسترد کړي دي. د نیمروز د نفتو او ګازو عمومي مدیر مولوي نعمتالله طلحه باختر اژانس ته ویلي، چې یاد نفتي مواد د نمونو له اخیستلو او ارزونې وروسته بې کیفیته تشخیص شوي او د دغه ولایت د ټاکل شوي پلاوي له لوري بېرته ایران ته لېږدول شوي دي.د نوموړي په وینا، د کیفیت د کنټرول امریت په لابراتوارونو کې د یادو نفتي موادو له دقیقې ارزونې وروسته څرګنده شوې، چې کیفیت یې د ټاکل شویو معیارونو په پرتله ډېر ټیټ دی؛ له همدې امله بېرته ایران ته مسترد شوي دي.
اطلاعات کوتاه
مکاننیمروز
موضوعDiplomacy
منابع1
بهروزرسانی2026-10-26 19:57:10
خط زمانی
-
Bakhtar
نیمروز کې ۲۶ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول