Economyافغانستانبلخدری

غزني کې یوې ښځې له زده‌کړو محرومو نجونو لپاره د خیاطۍ زده کړو… — Amu TV

در حال تکمیلEconomyبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-27 07:57:16🎙 رادیو را بشنوید

د خیاطۍ د یوې کار خونې مسووله، شهناز باقری، آمو ته وایي چې د خیاطۍ د یوه مرکز په جوړولو سره یې د هغو لسګونو نجونو لپاره د مسلکي زده‌کړو او کار زمینه برابر کړې چې له ښوونځیو او زده‌کړو محرومې شوې دي. د غزني ښار په نو‌آباد ښارګوټي کې یو شمېر نجونې د خیاطۍ له مسلکي زده‌کړو وروسته په دغه کارخونه کې بوختې شوې دي او له دې لارې عاید ترلاسه کوي. شهناز باقری وایي چې د دې کارخونې په پرانیستلو سره یې د کورنۍ د ملاتړ تر څنګ، هغو نجونو ته هم د کار او مسلک زده‌کړې زمینه برابره کړې چې له ښوونځیو څخه پاتې دي. نوموړې له واکمن حکومت غوښتنه کوي چې د ښځو او نجونو ملاتړ وکړي ترڅو دوی وکولای شي کار وکړي او د خپلو کورنیو لپاره د ګټیالي په توګه ودرېږي. په ورته حال کې, په دغه کارخونه کې پر زده کړو بوختې نجونې وایي چې یاد ځای ورته د مسلکي مهارتونو د زده‌کړې او اقتصادي خپلواکۍ په لاره کې ښه فرصت برابر کړی دی. یوه زده کوونکې، خدیجه آمو ته وایي: «اته‌میاشتې کېږي چې خیاطی ته راځم. برش‌کاری او دوخت مو زده کړی دی. مکتبونه نشته، دلته ښه دی، هم زموږ لپاره بوختیا ده او هم یو څه زده کوو.» بلخوا، د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان دغه ډول هڅې ستایي او د…

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-27 07:57:16

خط زمانی

  1. Amu TV

    غزني کې یوې ښځې له زده‌کړو محرومو نجونو لپاره د خیاطۍ زده کړو زمینه برابره کړې ده | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-10-27 05:42:00

غزني کې یوې ښځې له زده‌کړو محرومو نجونو لپاره د خیاطۍ زده کړو زمینه برابره کړې ده | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button