Summary: په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په کوربهتوب د «له نشهيي توکو سره د افغانستان اسلامي امارت مبارزه: واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر عنوان لاندې غونډه نن د يو شمير مسوولينو، په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماتانو او د نړۍوالو سازمانونو د استازو په شتون کې ترسره شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په ياده غونډه کې د نشهيي توکو د کښت، تولید، پروسس، قاچاق او استعمال د ممنوعیت په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۳۱مې ګڼې فرمان جدي تطبیق د اسلامي امارت د پرېکنده دریځ څرګندونه وبلله. هغه زياته کړه:« زموږ لپاره اوس لوی تشویش او سرخوږی د افغانستان په ګاونډ کي په ډیره پراخه پیمانه د مخدره توکو کښت او بیا قاچاق دی چي که نړۍواله ټولنه یې مخنیوي ته توجه ونکړي نو دا مبارزه به نیمګړې پاته شي، همدارنګه که د افغانستان د اسلامي امارت قاطع اقدامات دقیق و نه ارزول شي او د مخدره توکو دکنترول راپورونه په غیر مسلکي شکل ترتیب شي او د ساحو حقیقي ارزونه ونه شي، یا د مغرضو کړیو روایت ته تشهیر ورکړل شي دابه له دې کامیابي مبارزې سره لویه جفا وي». ورته مهال د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر وویل چې په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې د نشهيي توکو پر وړاندې ۲۵ زره ۱۱۶ عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې د کوکنارو او چرسو ۲۶ زره ۵۰۰ هکټاره کروندې له منځه وړل شوې، ۱۰ زره ۶۵ مشکوک کسان نیول شوي، ۳۰۱ د پروسس لابراتوارونه، د کیمیاوي ګولیو دوه کارخونې او د الکولي مشروباتو ۱۵ کارخونې کشف او تړل شوې دي. نوموړي د نشهيي توکو د کښت د مخنیوي لپاره د بدیلو معیشتونو برابرول، د قانوني کرنیزو محصولاتو ملاتړ مهم وبلل. په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د بزګرانو د بدیلو معیشتونو برابرول، د روغتیايي مرکزونو ملاتړ، تخنیکي همکاري او سیمهییزه همغږي اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ. د يادونې وړ ده، چې په غونډه کې همدارنګه د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د لا پیاوړتیا، د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د ساتنې، د بدیلو معیشتونو د پراختیا او په دې برخه کې د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ پر دوام هم ټینګار وشو.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
متقي: که نړۍواله ټولنه د افغانستان په ګاونډ کې د مخدره توکو د کښت او قاچاق مخنیوي ته توجه ونکړي نو له يادو توکو سره مبارزه به نیمګړې پاتې شي
سرچینې
Afghan sources
متقي: که نړۍواله ټولنه د افغانستان په ګاونډ کې د مخدره توکو د کښت او قاچاق مخنیوي ته توجه ونکړي نو له يادو توکو سره مبارزه به نیمګړې پاتې شي