د اسراییل د ۱۲مې شبکې د ټاکنیزې نظرپوښتنې اټکل ښيي، چې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ سیاسي بلاک د حکومت جوړولو لپاره د پارلمان اړین اکثریت نه شي ترلاسه کولای. د دغې نظرپوښتنې له مخې، د نتنیاهو پلوی بلاک به ۵۰ څوکۍ وګټي، په داسې حال کې چې د حکومت جوړولو لپاره د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه ۶۱ څوکیو ته اړتیا ده. د ګادي ایزنکوټ په مشرۍ د بدلون بلاک، د عربي ګوندونو له حسابولو پرته، د ۵۲ څوکیو د ترلاسه کولو اټکل لري او عربي ګوندونه به په ګډه ۱۸ څوکۍ وګټي. د اټکل له مخې، د نتنیاهو په مشرۍ د لیکود ګوند به د ۲۴ څوکیو په ترلاسه کولو سره مخکښ وي. د ایزنکوټ ګوند به ۲۲ او د نفتالي بنت ګوند به ۱۲ څوکۍ ترلاسه کړي. ګادي ایزنکوټ ویلي، چې د نتنیاهو د حکومت د بدلولو لپاره به سمدستي اقدام وکړي. دا شمېرې د نظرپوښتنې اټکلونه دي او د رایو د شمېرلو وروستۍ او قطعي پایلې نه ګڼل کېږي. هغې غوښتنه وکړه چې طالبان دې حساب ورکوونې ته اړ باسي او د دغه ډلې اقدامات دې د جنسیتي اپارټاید په توګه په رسمیت وپېژني. مېرمن پریاني له امنیت شورا او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي، د ښځو د حقونو د نقض له امله…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د اسراییل ټاکنیز اټکلونه؛ د نتنیاهو بلاک اکثریت نه شي ترلاسه کولای
سرچینې
Afghan sources
د اسراییل ټاکنیز اټکلونه؛ د نتنیاهو بلاک اکثریت نه شي ترلاسه کولای