په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر مرستیالې ټامي بروس د امنیت شورا په غونډه کې وویل، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو د حقونو او ګډون په برخه کې د افغانستان د څو لسیزو لاسته راوړنې په سیستماتیک ډول لهمنځه وړې دي. ګوترېش د سهشنبې په ورځ، د لړم په ۵مه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په «ښځې، سوله او امنیت» غونډه کې افغانستان د مالي، یمن او سومالیا ترڅنګ د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړ، چې ښځې او نجونې پکې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او حقونه یې تر پخوا ډېر ځپل کېږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، ښځې او نجونې لا هم له تاوتریخوالي، تبعیض، محرومیت او ناوړه چلند سره مخ دي. د هغه په وینا، نجونې له زدهکړو محرومېږي، چې د دوی بنسټیز حق دی، او ښځینه سیاستوالې، خبریالانې او د بشري حقونو مدافعانې څنډې ته کېږي او په نښه کېږي. ګوترېش د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا د پلي کولو لپاره د ملګرو ملتونو له اقداماتو څخه د افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او سوریې د ښځو تر مشرۍ لاندې د سیمهییزو بنسټونو ملاتړ یاد کړ. هغه خبرداری ورکړ، چې د مالي سرچینو کمښت د ښځو او نجونو وضعیت لا خرابوي او د ښځو ځینې سازمانونه یې اړ کړي چې خپل فعالیتونه ودروي. د نوموړي په وینا،…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د امریکا استازې: طالبانو د افغان ښځو د څو لسیزو لاسته راوړنې لهمنځه وړي دي
سرچینې
Afghan sources
د امریکا استازې: طالبانو د افغان ښځو د څو لسیزو لاسته راوړنې لهمنځه وړي دي