Healthافغانستانپښتوزابل

زابل کې نږدې ۶ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي وسوځول… — Bakhtar

روان خبرHealthزابل1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-05 13:29:20🎙 راډیو واورئ

Summary: د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې نږدې ۶ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او وسوځول شول. د زابل د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مطبوعاتي مسوول حاجي احمد باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه توکي د نږدې یوې میاشتې په موده کې د قلات ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول کړل شوي وو او د کمېټې غړو او د رسنیو استازو په حضور کې وسوځول شول.د نوموړي په خبره، په دغو توکو کې بېلابېل خوراکي مواد، درمل او نور تاریخ‌ تېره او بې ‌کیفیته توکي شامل وو، چې د خلکو روغتیا ته یې زیان رسوه.په ورته وخت کې مسوولینو له هټیوالو، سوداګرو او ښاریانو وغوښتل، چې د تاریخ‌ تېرو توکو د مخنیوي او د سالم بازار د رامنځته کولو په موخه له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي، ترڅو د خلکو روغتیا خوندي او بازارونه له غیرمعیاري توکو پاک وساتل شي.

لنډ معلومات

ځایزابل
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-05 13:29:20

مهالوېش

  1. Bakhtar

    زابل کې نږدې ۶ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي وسوځول شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-05 10:41:20

زابل کې نږدې ۶ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي توکي وسوځول شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button