Summary: د افغانستان کرکټ لوبډلې زمبابوې ته په لومړۍ شلاوریزه نړۍواله لوبه کې د ۳۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د دغې لوبې پچه د زمبابوې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۷۸ منډو هدف وټاکه.د افغانستان په ګټه اعجاز احمدزي چټکه نیمه سلیزه جوړه کړه او ۵۲ منډې یې وکړې او شاهدالله کمال ۴۶ او راشد خان ۳۰ چټکې منډې ورزیاتې کړې.افغان لوبډلې د هدف په دفاع کې هم غوره توپاچونه وکړه او د فضلالحق فاروقي، راشد خان، مجیب الرحمن او عظمتالله عمرزي د ښې توپ اچونې پر مټ یې د زمبابوې لوبډله له هدفه لرې وساتله او د ۳۷ منډو په توپیر یې بریا خپله کړه.د افغانستان په ګټه فضلالحق فاروقي درې، راشد خان، مجیب الرحمن او عظمتالله عمرزي دوه ـ دوه او شاهدالله کمال یوه وېکټه واخیسته. راشد خان د خپلې هر اړخیزې لوبې له امله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.افغان لوبډلې په دې بریا سره د درېیو شلاوریزو نړۍوالو سیالیو په لوبلړۍ کې یو پر صفر مخکېوالی ترلاسه کړ. ټاکل شوې ده، چې افغان اتلان راتلونکې پنجشنبه د لوبلړۍ په دویمه شلاوریزه نړۍواله لوبه کې له زمبابوې سره مخامخ شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
افغان اتلانو زمبابوې ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه
سرچینې
Afghan sources
افغان اتلانو زمبابوې ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه