د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، ۹ ولایتونو کې یې د «غلا، انسان تښتونې، قتل، اخلاقي فساد» او نورو جرمونو په تور ۲۱ کسان نیولي دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې نیول شوي کسان به تر پوښتنو وروسته قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي. د طالبانو کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۶مه) په بېلابېلو خبرپاڼو کې ویلي، چې په نیمروز، غور، سمنګان، جوزجان، غزني، تخار، نورستان، کابل او ننګرهار ولایتونو کې یې دغه کسان د عملیاتو پر مهال نیولي دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې د نیول شویو کسانو سره یې یو شمېر وسلې او وسایل هم نیولي دي. په دې وروستیو کې د طالبانو تر واک افغانستان کې جنایي پېښې زیاتې شوي، چې د خلکو اندېښنې یې هم زیاتې کړي دي. خلک له طالبانو غوښتنه کوي، چې خلکو ته دي کاري فرصتونه پیدا کړي تر څو د جنايي پېښو ګراف را ټیټ شي. قوشتیپه کانال د بلخ له امو سیند څخه پیلېږي او د جوزجان او فاریاب له لارې تر اندخوی ولسوالۍ غځېږي. دا پروژه چې بنسټیزه طرحه یې د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال وړاندې شوې وه، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د طالبانو حکومت له لومړیتوبونو څخه وګرځېده. د استانه ټایمز راپور له مخې، کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره سور او ۸،۵ متره ژوروالی لري. طالبان وايي، د پروژې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبانو په ۹ ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تور ۲۱ تنه نیولي
منابع
Afghan sources
طالبانو په ۹ ولایتونو کې د جنایي جرمونو په تور ۲۱ تنه نیولي