میدانښار (پژواک)- د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د ۲۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو څلور شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چې د مسوولینو په وینا، نږدې څلور زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي. د میدان وردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا علي محمد رحماني د یادو شبکو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دغه پروژې د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق (AHF) په څه باندې ۲۲.۳ میلیونه افغانیو مالي ملاتړ د “انکشاف ملي شهر و دهات افغانستان” (ANURDO) موسسې له لوري پلې شوې دي. د انکشاف ملي شهر و دهات افغانستان موسسې مسوول انجنیر شفیق الله وردګ وویل، دغه شبکې د چک ولسوالۍ د الهسنګ درې په کرکت، خواجه انګور، ګلابخېلو او غونډۍ کلیو کې جوړې شوې دي. هغه زیاته کړه، د دوی یو شمېر نورې پروژې هم د میدان وردګو په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر کار لاندې دي. د میدان وردګو والي ملا خیرالله خیرخواه د یادو شبکو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، په هېواد کې د خلکو لپاره هر ډول ترسره کېدونکی کار ارزښت لري او حکومت هڅه کوي د خپلو امکاناتو په کچه د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي. هغه وویل، له موسسو سره یې ژمنه کړې چې د پروژو د پلي کولو لپاره به ورته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي. په همدې حال…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
میدان وردګو کې د ۲۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو څلور شبکې جوړې شوې
Sources
Afghan sources
میدان وردګو کې د ۲۲.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو څلور شبکې جوړې شوې