د ملګرو ملتونو امنیت شورا د «ښځو، سولې او امنیت» تر سرلیک لاندې یوه غونډه جوړه کړه؛ په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د زیاتېدو او چټکتیا په اړه سخت خبرداری ورکړ. د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ځپنه او په سیستماتیکه توګه د هغوی د حقونو تر پښو لاندې کول زیات شوي دي او افغان ښځې او نجونې له سختو محدودیتونو، سیستماتیک توپیري چلند او له ښوونځیو او زدهکړو څخه له محرومیت سره مخ دي. نوموړی زیاتوي چې ښځینه ژورنالېستانې، سیاستوالې او د بشري حقونو مدافعانې هم حاشیې ته شوې او په نښه کېږي. ګوتریش وویل: «ښځې او نجونې د خپلو حقونو پر وړاندې د محدودیتونو له زیاتېدو سره مخ دي او په افغانستان، مالی، یمن او سومالیا کې ښځې له سختو محدودیتونو سره لاس او ګرېوان دي.» په همدې حال کې, د دغې غونډې یو شمېر ګډونوالو هم د افغان ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو او په سیاسي بهیر کې د هغوی له ګډون څخه بېبرخې کېدل په کلکه و غندل. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مسوولې سیما بحوث وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه حذف شوي او د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې له…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
ګوتریش: په افغانستان کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه نور هم زیات شوي دي | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
ګوتریش: په افغانستان کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه نور هم زیات شوي دي | آمو ټلویزیون