کابل (پژواک): د راپورونو له مخې، «د ایران د جګړې» او منځني ختیځ کې د کړکېچ له دوام سره یو شمېر نړۍوالو هوايي شرکتونو خبرداری ورکړی چې د الوتکو د تېلو د بیو لوړېدو له امله به د هوايي ټکټونو بیې لوړې کړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د الوتکو د سونتوکو بیې د جګړې له پیل مخکې کچې په پرتله نږدې دوه برابره شوې دي او هوايي شرکتونه د سونتوکو د لګښتونو د زیاتوالي د جبران لپاره د ټکټونو د بیو لوړولو ته مخه کوي. د راپور له مخې، د «ایرآسیا» اجراییوي رییس ټوني فرناندز ویلي چې د سونتوکو د بیو د لوړېدو پر وړاندې د هوايي شرکتونو د مالي خوندیتوب ډېری قراردادونه د پای ته رسېدو په حال کې دي او شرکتونه اړ دي چې یا خپل لګښتونه کم کړي او یا د الوتنو کرایې لوړې کړي. د «رایانایر» هوايي شرکت اجراییوي رییس مایکل اولیري ویلي چې د دغه شرکت په ګډون د اروپا هېڅ هوايي شرکت د ۲۰۲۷ کال تر دوبي پورې د سونتوکو د بیو د لوړېدو پر وړاندې په کافي اندازه مالي خوندیتوب نه لري؛ له همدې امله ښايي د الوتنو کرایې له ۱۵ تر ۲۰ سلنې لوړې شي. په راپور کې راغلي چې د فنلنډ هوايي شرکت «فینایر» د سونتوکو د لګښتونو د زیاتوالي له امله د مالي خوندیتوب د نویو قراردادونو له…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
نړۍوالو هوايي شرکتونو د ټکټونو د بیو لوړېدو خبرداری ورکړی