DiplomacyKabulافغانستاندری

نړۍوالو هوايي شرکتونو د ټکټونو د بیو لوړېدو خبرداری ورکړی — Pajhwok

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-28 21:12:04🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک): د راپورونو له مخې، «د ایران د جګړې» او منځني ختیځ کې د کړکېچ له دوام سره یو شمېر نړۍوالو هوايي شرکتونو خبرداری ورکړی چې د الوتکو د تېلو د بیو لوړېدو له امله به د هوايي ټکټونو بیې لوړې کړي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د الوتکو د سون‌توکو بیې د جګړې له پیل مخکې کچې په پرتله نږدې دوه برابره شوې دي او هوايي شرکتونه د سون‌توکو د لګښتونو د زیاتوالي د جبران لپاره د ټکټونو د بیو لوړولو ته مخه کوي. د راپور له مخې، د «ایرآسیا» اجراییوي رییس ټوني فرناندز ویلي چې د سون‌توکو د بیو د لوړېدو پر وړاندې د هوايي شرکتونو د مالي خوندیتوب ډېری قراردادونه د پای ته رسېدو په حال کې دي او شرکتونه اړ دي چې یا خپل لګښتونه کم کړي او یا د الوتنو کرایې لوړې کړي. د «رایان‌ایر» هوايي شرکت اجراییوي رییس مایکل اولیري ویلي چې د دغه شرکت په ګډون د اروپا هېڅ هوايي شرکت د ۲۰۲۷ کال تر دوبي پورې د سون‌توکو د بیو د لوړېدو پر وړاندې په کافي اندازه مالي خوندیتوب نه لري؛ له همدې امله ښايي د الوتنو کرایې له ۱۵ تر ۲۰ سلنې لوړې شي. په راپور کې راغلي چې د فنلنډ هوايي شرکت «فین‌ایر» د سون‌توکو د لګښتونو د زیاتوالي له امله د مالي خوندیتوب د نویو قراردادونو له…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-28 21:12:04

خط زمانی

  1. Pajhwok

    نړۍوالو هوايي شرکتونو د ټکټونو د بیو لوړېدو خبرداری ورکړی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-29 01:40:48

نړۍوالو هوايي شرکتونو د ټکټونو د بیو لوړېدو خبرداری ورکړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button