Summary: د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د زرنج ـ دلارام پر عمومي لویه لاره د بېلابېلو توکو د قاچاق مخه نیولې ده. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګل محمد قدرت باختر اژانس ته ویلي چې د دغې قوماندانۍ د عمومي لویې لارې کنډک د لومړي ټولي امنیتي ځواکونو ۱۱ کارټنه بېلابېل انساني درمل نیولي دي.نوموړي زیاته کړې، چې د یاد کنډک د درېیمې ټولۍ امنیتي ځواکونو ۸۰ لېټره تېزاب او اته بوجۍ سوچمه هم نیولي دي. دغه توکي په یوه مسافروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې له کابل څخه یې هرات ته ولېږدوي.د یادونې وړ ده، چې د دغې پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-10-28 21:47:11
خط زمانی
-
Bakhtar
نیمروز کې د بېلابېلو توکو د قاچاق مخه ونیول شوه