افغانستانامنیتدریسمنګان

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه پلاوي سمنګان ته د سیاحتي او تاريخي… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityسمنګان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-29 09:47:48🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي سمنګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره په همغږۍ د رستم تخت له تاریخي سیمې څخه لیدنه وکړه. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د پلاوي مشر او د ګرځندوی، مالي او اداري معينيت مشاور سعدالله اسد ویلي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوي، چې په دغه سیمه کې د سیلانیانو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، په پلان کې ده، چې د جامع جومات ترڅنګ په غره کې د مغارو په شکل جوړ شوي دوکانونه د لاسي صنایعو د پلور لپاره فعال شي، همداراز، د رستم تخت مخې ته د بیرغ ستنې درول، د دواړو غرونو ترمنځ د کیبلي زانګوګانو جوړول او د نورو اړینو اسانتیاوو برابرول هم په پام کې نیول شوي دي.یاد پلاوي د سفر په دوام د خُلم ولسوالۍ د جهان ‌نما بڼ او ماڼۍ څخه هم لیدنه کړې او ويلي يې دي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د جهان ‌نما ماڼۍ د بیارغولو، د بڼ د ساتنې او سمسورتیا او د حوض جوړولو چارې ترسره کړي او د سیلانیانو لپاره د فوټبال او والیبال میدانونو، د ماشومانو د تفریح ځانګړې ساحې او جامع جومات جوړول هم د یادې سیمې د پراختیا په پلانونو کې شامل دي.د یادونې وړ ده، چې د دغه سفر موخه د سمنګان ولایت د تاریخي او سیاحتي سیمو ارزونه، د تاریخي ابداتو د ساتنې او پالنې لپاره د اړینو اسانتیاوو پېژندل او د سیاحتي سیمو د پراختیا لپاره د شته امکاناتو ارزول وو.

اطلاعات کوتاه

مکانسمنګان
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-29 09:47:48

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه پلاوي سمنګان ته د سیاحتي او تاريخي سيمو د ارزونې په موخه سفر وکړ

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-29 07:45:20

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه پلاوي سمنګان ته د سیاحتي او تاريخي سيمو د ارزونې په موخه سفر وکړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button