Summary: خوښي او ښادي د هر انسان د ژوند یوه برخه ده. هر څوک غواړي د خپل ژوند خوږې شېبې له کورنۍ، خپلوانو او ملګرو سره ونمانځي؛ خو ستونزه هغه وخت پیدا کېږي، چې زموږ خوښي د نورو د ځورېدو، وېرې او ناارامۍ لامل شي. په ودونو، کوژدو او نورو د خوښۍ په مراسمو کې د پټاقیو چول/ چاودول هم له هغو ناوړه دودونو څخه دی چې باید مخه یې ونیول شي.د پټاقیو لوړ غږ د ډېرو خلکو پر ژوند او روان ناوړه اغېز کوي. ماشومان له دې غږونو وېرېږي، ناروغان او سپین ږیري ناارامه کېږي، د خوب پر مهال د خلکو ارامي ګډوډېږي او هغه کسان چې له رواني فشارونو سره مخ وي، ښايي اندېښنې یې نورې هم ډېرې شي. کله ناکله د پټاقیو د چولو ناڅاپي غږونه د خلکو د وېرې او وارخطایۍ لامل هم کېږي.د پټاقیو زیانونه یوازې تر رواني ناارامۍ محدود نه دي. د دغو توکو په تولید، واردولو، پلورلو او کارولو کې د اورلګېدنې، او د خلکو د ټپي کېدو امکان هم شته دی.ماشومان او تنکي ځوانان، چې ډېری وخت د دغو توکو له خطرونو سم خبر نه وي، د لاسونو، سترګو او د بدن د نورو غړو د زیانمنېدو له ګواښ سره مخ کولای شي. له بلې خوا، د پټاقیو پېرل د پیسو بې ځایه لګول دي. انسان په سختۍ پیسې ګټي او د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې سپموي؛ خو بیا هم ځینې کسان د څو شېبو د شور او نندارې لپاره خپلې پیسې په داسې توکو لګوي، چې له سوځېدو وروسته ترې هېڅ ګټور شی نه پاتې کېږي. نه د کورنۍ اړتیا پرې پوره کېږي، نه د چا ستونزه حل کوي او نه د ټولنې لپاره کومه ګټه لري، یوازې لوګی، شور، چټلي او د نورو د ځورېدو لامل کېږي.که همدا پیسې د کورنۍ د اړتیاوو، د ماشومانو د زده کړو، د ناروغانو د درملنې یا د اړمنو خلکو د مرستې لپاره ولګول شي، د پام وړ ګټه به ولري. نو ولې هغه پیسې چې د خولو تویولو په بدل کې مو ګټلي په داسې څه ولګوو چې نه مو ژوند ته ګټه رسوي، نه ټولنې ته ګټه رسوي او نه د نورو لپاره خیر لري؟په همدې تړاو، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د پټاقیو د تولید، واردولو، پلورلو، پېرلو او چولو د مخنیوي پرېکړه د ستاینې وړ اقدام دی. دغه وزارت ټولو هېوادوالو، هټۍ والو، واردوونکو، تولیدوونکو، پلورونکو او هغو کسانو ته چې په مستقیم یا نامستقیم ډول له دغو توکو سره تړاو لري، خبر ورکړی چې په مراسمو او ورته غونډو کې د پټاقیو او هغو توکو کارول چې د خلکو د وېرې، ځورونې او رواني ناارامۍ لامل کېږي، په مطلق ډول منع دي.وزارت ټینګار کړی چې د خلکو ارامي، هوساینه، رواني امنیت او د هغوی حقونو ته درناوی د سالم او منظم ټولنیز ژوند مهمې برخې دي او د خوښۍ مراسم باید د اسلامي لارښوونو له مخې ترسره شي. دغه راز یې خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.د دې پرېکړې ارزښت په دې کې دی چې د خلکو د ارامۍ او خوندیتوب ساتنې ته لومړیتوب ورکوي او د داسې یوه دود د مخنیوي لپاره ګام اخلي چې ګټه نه لري، خو زیانونه یې د پام وړ دي. البته، د دې اقدام بریا یوازې په بندیز پورې نه ده تړلې؛ د خلکو همکارۍ ته هم اړتیا ده. که هټۍ وال، تولیدوونکي او واردوونکي په دغه برخه همکاري وکړي؛ نو ښه پایله به ورکړي.په پای کې باید ووایو چې د خوښۍ نمانځل زموږ حق دی، خو د نورو ارامي او خوندیتوب هم زموږ مسوولیت دی. موږ باید د داسې دودونو پر ځای د خوښۍ سالمې او بې زیانه لارې غوره کړو. رښتینې خوښي په شور، چاودنو او د پیسو په بې ځایه لګولو کې نه ده؛ رښتینې خوښي هغه ده چې د انسانانو زړونه خوشحاله کړي، د کورنیو ارامي وساتي او ټولنې ته خیر ورسوي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د خوښۍ په نوم د نورو ځورول؛ پټاقۍ نه ګټه او نه خیر لري
Sources
Afghan sources
د خوښۍ په نوم د نورو ځورول؛ پټاقۍ نه ګټه او نه خیر لري