م.م: افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید ډېر شوي؛ قانع… — Pajhwok، AF International
کابل (پژواک) – یواېناوډيسي وایي، تازه سروې یې ښيي چې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د کوکنارو کرکېله او د تریاکو تولید زیات شوي، خو لا هم د ۲۰۲۲ کال د بندیز تر لګېدو مخکې کچې ته نه دي رسېدلي. بلخوا، د کورنیو چارو وزارت د دې سروې شمېرې ردوي او وایي، د نشهيي توکو د کښت کچه نږدې صفر ته رسېدلې ده. د سروې له مخې، د کوکنارو د کر ساحه د تېر کال په پرتله ۳۳۰ سلنه زیاته شوې او د تریاکو تولید ۴۰۰ سلنه لوړ شوی دی. سرچینه زیاتوي چې په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو کرنه له ۴۳ زره هکتارو څخه زیاته شوې ده، په داسې حال کې چې دا کچه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره هکتاره وه او دغهراز، د تریاکو اټکل شوی تولید په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې تېر کال شاوخوا ۳۰۰ ټنه و. یواېناوډيسي وایي، سره له دې چې د کوکنارو کرنه او د تریاکو تولید لا هم د ۲۰۲۲ کال د نشهيي توکو د بندیز له نافذېدو مخکې کچې ته نه دی رسېدلي، خو دغه زیاتوالی د بندیز له پلي کېدو راهیسې لومړنی د پام وړ لوړوالی بلل کېږي. دغې ادارې د راپورونو له مخې لیکلي چې د کوکنارو د له منځه وړو هڅې په جدي ډول دوام لري…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
م.م: افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید ډېر شوي؛ قانع یې ردوي
سرچینې
Afghan sources
م.م: افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید ډېر شوي؛ قانع یې ردوي