Kabulافغانستانامنیتپښتو

طالبان: د پاکستان له زندانونو ۲۵۲ افغانان ازاد شول — 8am PA

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-29 23:51:51🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د دفاع وزارت سر څېړونکی لطیف الله حکیمي پاکستان ته په اشارې سره وایي، که سوله کوي دوی ورسره سولې ته چمتو دي او که ډغرې وهي، نو دوی ورسره ډغرو وهلو ته هم ولاړ دي. هغه زیاتوي چې د افغانانو ژبه تل د سولې ده او ښو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي. نوموړي د طالبانو د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو د قوماندانۍ د نظامي تطبیقاتو پر مهال خپلو جنګیالیو ته په خطاب کې وویل: «موږ چا ته ګواښ نه کوو او د افغانانو ژبې د سولې دي،‌ د ورورۍ دي او که څوک ډغرې وهي نو ډغرې ورسره وهو». هغه وړاندې زیاته کړه: «پر مخ د ځمکې چې څوک دې خړې او سپیرې خاورې ته په زور راغلی وي،‌ نو ګټه یې نه ده وړې او که څوک په سوله راغلی وي ګټه یې وړې ده». دغه طالب چارواکي په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان خاوره د مالي ګټو ځای دی او که څوک ښه نیت ولري، نو له دغه هېواد څخه ډېره اقتصادي ګټه کولای شي. د نوموړي دا‌څرګندونې داسې مهال دي چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې د‌ طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ سخت امنیتي او سیاسي کړکېچ روان دی. اسلام‌اباد پر کابل واکمن تورنوي چې د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو په ځانګړې توګه «ټي‌ټي‌پي» ته یې پناه ځایونه ورکړي او د افغانستان له…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-29 23:51:51

مهالوېش

  1. AF International

    طالب چارواکی پاکستان ته: که سوله کوئ، زموږ ژبې د سولې دي او که ډغرې وهئ ډغرې درسره وهو

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-29 22:09:29

طالب چارواکی پاکستان ته: که سوله کوئ، زموږ ژبې د سولې دي او که ډغرې وهئ ډغرې درسره وهو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button