Englishافغانستانامنیتغور

ازادۍ جبهه وایي د «دښمن» د بې‌پېلوټه الوتکو د غورځولو پرمختللې ټکنالوژي یې… — AF International

DevelopingSecurityغور1 SourcesUpdated: 2026-10-29 23:51:53🎙 Listen to radio

د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې، ازادۍ جبهې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې کمانډو ځواکونو یې هدف ته له رسېدو وړاندې د بې‌پیلوټه الوتکو د غورځولو پرمختللې پوځي ټکنالوژي ترلاسه کړې ده. د طالبانو دغه مخالفه وسله‌واله ډله ټینګار کوي، چې دغو وسایلو د سنګرونو په کچه د دوی دفاعي وړتیا لوړه کړې ده. د ازادۍ جبهې په وینا، دغو پرمختللو تجهیزاتو ته لاسرسی د طالبانو د هوايي او ډرون بریدونو د مخنیوي او په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتي برلاسۍ د ساتلو لپاره د دوی د مانور او خوځښت توان پیاوړی کوي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا وړتیاوې په دودیزه جګړه کې د ځمکني او هوايي کنټرول انډول بدلولی شي. دغې جبهې زیاته کړې، چې دا نوې ټکنالوژي په عملیاتي هستو کې د دوی د جګپوړو غړو له خوا اړوندو څانګو او جنګیالیو ته ورپېژندل شوې او په اړه یې مسلکي زده‌کړې ورکړل شوې دي. د دوی په خبره، ځواکونه یې د مسلکي تمرینونو او د جګړې له پخوانیو تجربو څخه په ګټې اخیستنې د خپلو سنګرونو د دفاع پوره چمتووالی لري. د ازادۍ جبهې جنګیالي په داسې حال کې د هوايي ګواښونو ضد وسایلو د ترلاسه کولو ادعا کوي، چې د دوی په وینا، د طالبانو بریدونه او د څار الوتکې د جګړې په لیکو کې یو له اصلي ننګونو ګڼل کېږي. دا وسله‌واله ډله…

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-29 23:51:53

Timeline

  1. AF International

    ازادۍ جبهه وایي د «دښمن» د بې‌پېلوټه الوتکو د غورځولو پرمختللې ټکنالوژي یې ترلاسه کړې ده

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-29 22:05:42

ازادۍ جبهه وایي د «دښمن» د بې‌پېلوټه الوتکو د غورځولو پرمختللې ټکنالوژي یې ترلاسه کړې ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button