د طالبانو د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر محمد خالد حنفي ادعا کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په افغانستان کې عیسویت ته د بلنې سلګونه مرکزونه وو. د هغه په وینا، د دوی په بیا راتګ سره یاد مرکزونه «ختم» شوي دي. دغه غورځنګ د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۴مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د انځوریزو ډیزاینونو د یوې ټولګې په خپرولو سره یې له هغو میلیونونو افغان ښځو او نجونو سره خپل پیوستون څرګند کړی چې له زده کړو بېبرخې شوې دي. په اعلامیه کې راغلي چې زده کړه د هر انسان بنسټیز حق او د پرمختګ، عدالت او تلپاتې سولې اساسي بنسټ دی، او له زده کړو د نجونو محرومول د افغانستان راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي. د افغانستان د ښځو غږ غورځنګ ټینګار کړی چې هغه ټولنه چې نیمایي وګړي یې له زده کړو بېبرخې وي، هېڅکله نه شي کولای رښتینی پرمختګ او تلپاتې ثبات ته ورسېږي. دغه غورځنګ له ملي او نړیوالو بنسټونو او همداراز د بشري حقونو له فعالانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي. د اعلامیې له مخې، زده کړه، کار او ازادي د ښځو بنسټیز حقونه دي او د دغو حقونو تر تأمینېدو پورې به د ښځو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د خالد حنفي ادعا: د طالبانو له واکمنېدو مخکې افغانستان کې عیسویت ته د بلنې سلګونه مراکز وو
منابع
Afghan sources
د خالد حنفي ادعا: د طالبانو له واکمنېدو مخکې افغانستان کې عیسویت ته د بلنې سلګونه مراکز وو