د دې ادارې د بهرنیو اړیکو رئیسې دومینیک هایډ، وویل: «په داسي حال کي چي په شمالي نیمه کره کي ژمی رانږدې کیږي، سرچیني مخ پر کمېدو دي او لګښتونه په چټکۍ سره لوړیږي.» هغې زياته کړه: «په دې زیان منونکو او جګړو ځپلو هيوادونو کي میلیونونه خلک له دې ګواښ سره مخ دي چي بې سرپناه پاته سي او د سړې هوا پر وړاندي کافي خوندیتوب ونه لري. موږ باید سمدستي د هغوی ساتنه وکړو.» دغي ادارې چي مرکز يې په ژنيو کي دی، وویل چي په دغو څلورو هیوادونو کي په ژمي کي اړتیاوي خورا پراخي دي؛ چيري چي میلیونونه خلک د انرژۍ او خوراکي توکو د بیو له لوړیدو او د تودښت او پخلي له پاره د سون توکو له کمښت سره لاس او ګریوان دي. دغي ادارې ویلي دي چي د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ او ۲۰۲۶م کال د جولای مياشتي ترمنځ، نږدې څلور میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي، چي ډېری یې د بیا مېشتېدني له پاره ډېري لږ سرچینې لري. د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی دی چي له واک څخه د بشار الاسد تر لېري کېدو وروسته، په میلیونونو کډوال بيرته سوریې ته ستانه سوي دي؛ خو «که د راتلونکي ژمي له پاره د لومړنیو اړتیاوو، لکه سرپناه، جامو او…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
ملګري ملتونه: نړۍ کي ۹ ميليونه خلک د ژمي مرستو ته اړتيا لري