KabulPoliticsافغانستاندری

فراه کې د عناب ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-30 09:57:09🎙 رادیو را بشنوید

Summary: په فراه ولایت کې د دغه ولایت د والي ملا محمدحافظ مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د ترنم او ترانو ریاست رئیس مولوي امان‌الله مستغفر، سیمه‌ییزو مسوولینو، ګڼ شمېر شاعرانو، نعت‌ویونکو، خبریالانو، ځوانانو او د شعر او ادب مینه‌والو په ګډون د عناب ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه. د جوړو شویو مراسمو په پیل کې د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدعبدالحی سباوون ورته مشاعرې د پیغامونو د لېږد یوه اغېزناکه وسیله وبلله او زیاته یې کړه، چې په دې مشاعره کې د کابل، کندهار، هرات، هلمند او نیمروز ولایتونو یو شمېر پېژندل شویو شاعرانو هم ګډون کړی دی. په همدې حال کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي د مشاعرې له نوم سره په تړاو د عنابو پر ارزښت او د دې محصول پر کارونې ټینګار وکړ. نوموړي ځوانان هم وهڅول، چې شعر، ادب او فرهنګي فعالیتونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي. د مشاعرې په ترڅ کې ګڼو شاعرانو خپل شعرونه او نعت‌ویونکو نعتونه وړاندې کړل. د پروګرام یو شمېر ګډونوالو د دغسې ادبي ناستو جوړېدل د پیغامونو د لېږد او د شاعرۍ د وړتیاوو د ودې لپاره اغېزناک وبلل او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه. د یادونې وړ ده، چې د عناب ګل شلمه دودیزه او کلنۍ مشاعره د شعر او ادب د ملاتړ، د ادبي وړتیاوو د پېژندنې او پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-30 09:57:09

خط زمانی

  1. Bakhtar

    فراه کې د عناب ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-30 08:00:31

فراه کې د عناب ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button