Politicsافغانستانپښتوغور

په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید په اړه خبرې وشوې — Bakhtar

روان خبرPoliticsغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-06 01:29:26🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، نن د ترکیې سونای شرکت د افغانستان برخې له عملیاتي مسئول فهیم سولاک سره په کتنه کې؛ د برېښنا انرژۍ د تولید په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې ملا عبدالحق همکار، افغانستان د برېښنا تولید لپاره د تر ټولو غوره ظرفيت لرونکی او بډای هېواد بللی او په وینا یې نړیوال او ملي پانګه وال کولی شي د برېښنا تولید برخو کې پانګونې وکړي. دغه راز د سونای شرکت د افغانستان برخې عملیاتي مسئول په افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې د خپلو لومړنیو ترسره کړیو څېړنو په اړه معلومات ورکړي دي. د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس د ترکي سونای شرکت مسئول ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی او ټينګار یې کړی چې د پروژو عملي چارې باید پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې د برېښنا تولید او تاسیساتو جوړولو په برخو کې لسګونو شرکتونو پر ګڼو پروژو پانګونه کړې چې د چارو په تطبيق سره به یې په هېواد کې برېښنا اړتیاوې پوره شي.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-06 01:29:26

مهالوېش

  1. Bakhtar

    په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید په اړه خبرې وشوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-05 16:13:36

په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید په اړه خبرې وشوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button