کابل ښار کې د ۷ فرعي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې — Bakhtar
Summary: کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې ښاریانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ښاري زېربناوو د پراختیا په موخه د څلورمې ناحیې اړوند د خوراکي توکو او پُرزه پلورونکو مارکیټ او څلورمې حوزې ته نږدې د اوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې. سرچينې په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ دغه سړکونه، چې په ټولیزه ټوګه ۱۷۵۳ متره اوږدوالی او ۱۲، ۱۵، ۲۰، ۲۵ او ۳۲ متره سور لري، د تېږو په فرشولو سره به د ۹۱ میلیونه ۳۵۸ زره ۴۲۵ افغانیوپه لګښت د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې جوړ شي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې پروژه کې د لښتیو او پلیو لارو جوړول او د څراغونو نصبول هم شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې ښاریانواو د سوداګریزو سیمو فعالیت کوونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي. سرچينې زياته کړې، چې ټاکل شوې ده، د دغو اوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې د ۸ کاري میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کابل ښار کې د ۷ فرعي سړکونو د جوړولو چارې پيل شوې