غزني کې یوه کس په خپل شخصي لګښت جامع جومات او دوه ښوونیز… — Pajhwok
غزنيښار (پژواک) – د غزني د مقر ولسوالۍ په عزت کلا سیمه کې د یوه کس له خوا په ۱۴ میلیون افغانیو شخصي لګښت جامع جومات او د نجونو او هلکانو لپاره دوه ښوونیز مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د یادې پروژې تمویلوونکی او په کندهار کې د سیدال معالجوي روغتون رییس ډاکټر داوود همت وايي، د عزت کلا اتفاق جامع جومات او د سرور کاینات تعلیمي مرکزونو جوړولو چارې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هغه په شخصي لګښت پیل او په ۱۴۰۵ لمریز کال کې بشپړې شوې. د هغه په وینا، پر دې پروژې ټولټال ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او جامع جومات پر څلور جریب ځمکه اباد شوی چې پر یو وخت د ۱۲۰۰ لمونځکوونکو ځایولو ظرفیت لري. نوموړي وویل، د جومات ترڅنګ دوه جلا تعلیمي مرکزونه هم جوړ شوي چې یو یې د نجونو او بل یې د هلکانو لپاره دي او په ټولیز ډول د ۵۰۰ زدهکوونکو ظرفیت لري. همت د دې پروژې د تطبیق موخه د سیمې خلکو ته د عبادت لپاره د مناسب ځای برابرول او د نوي نسل د دیني او تعلیمي روزنې لپاره د مناسبو اسانتیاوو رامنځته کول وبلل. هغه زیاته کړه، د سیمې د تعلیمي وضعیت د ښه کېدو لپاره د نورو پروګرامونو پلي کولو پلان هم لري او غواړي په راتلونکي کې د یتیمانو لپاره دارالایتام…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
غزني کې یوه کس په خپل شخصي لګښت جامع جومات او دوه ښوونیز مرکزونه جوړ کړي
سرچینې
Afghan sources
غزني کې یوه کس په خپل شخصي لګښت جامع جومات او دوه ښوونیز مرکزونه جوړ کړي