Developmentافغانستاندریکندهار

غزني کې یوه کس په خپل شخصي لګښت جامع جومات او دوه ښوونیز… — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopmentکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-31 06:17:56🎙 رادیو را بشنوید

غزني‌ښار (پژواک) – د غزني د مقر ولسوالۍ په عزت ‌کلا سیمه کې د یوه کس له خوا په ۱۴ میلیون افغانیو شخصي لګښت جامع جومات او د نجونو او هلکانو لپاره دوه ښوونیز مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د یادې پروژې تمویلوونکی او په کندهار کې د سیدال معالجوي روغتون رییس ډاکټر داوود همت وايي، د عزت‌ کلا اتفاق جامع جومات او د سرور کاینات تعلیمي مرکزونو جوړولو چارې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هغه په شخصي لګښت پیل او په ۱۴۰۵ لمریز کال کې بشپړې شوې. د هغه په وینا، پر دې پروژې ټولټال ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او جامع جومات پر څلور جریب ځمکه اباد شوی چې پر یو وخت د ۱۲۰۰ لمونځ‌کوونکو ځایولو ظرفیت لري. نوموړي وویل، د جومات ترڅنګ دوه جلا تعلیمي مرکزونه هم جوړ شوي چې یو یې د نجونو او بل یې د هلکانو لپاره دي او په ټولیز ډول د ۵۰۰ زده‌کوونکو ظرفیت لري. همت د دې پروژې د تطبیق موخه د سیمې خلکو ته د عبادت لپاره د مناسب ځای برابرول او د نوي نسل د دیني او تعلیمي روزنې لپاره د مناسبو اسانتیاوو رامنځته کول وبلل. هغه زیاته کړه، د سیمې د تعلیمي وضعیت د ښه کېدو لپاره د نورو پروګرامونو پلي کولو پلان هم لري او غواړي په راتلونکي کې د یتیمانو لپاره دارالایتام…

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-31 06:17:56

خط زمانی

  1. Pajhwok

    غزني کې یوه کس په خپل شخصي لګښت جامع جومات او دوه ښوونیز مرکزونه جوړ کړي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-31 10:46:05

غزني کې یوه کس په خپل شخصي لګښت جامع جومات او دوه ښوونیز مرکزونه جوړ کړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button