EnglishKabulSportsافغانستان

برازیل د ۲۰۲۶ نړۍوال جام له سیالیو بهر شو؛ ناروې د څلورو غوره… — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-06 04:45:23🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د ناروې د فوټبال ملي لوبډلې د ارلینګ هالنډ په ښې لوبې سره د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو کې برازیل ته ۲-۱ ماتې ورکړه او د دغو سیالیو کوارټر فاینل ته یې لار ومونده. د راپورونو له مخې، د ناروې او برازیل ترمنځ دغه سیالي تېره شپه ترسره شوه. د لوبې لومړۍ نیمایي له ګول پرته پای ته ورسېده، خو ارلینګ هالنډ د لوبې په ۷۹مه دقیقه کې د انډریاس شیلډروپ د پاس په مرسته په سر د توپ په وهلو سره د برازیل دروازه پرانیسته. هالنډ په ۹۰مه دقیقه کې هم د شیلډروپ له دویم پاس څخه په ګټې اخیستنې خپل او د خپلې لوبډلې دویم ګول وواهه او د نړۍوال جام د تاریخ تر ټولو بریالۍ لوبډلې پر وړاندې یې د ناروې بریا یقیني کړه. برازیل د لوبې د دویمې نیمایي د اضافي وخت په وروستیو شېبو کې د پنالټي له لارې چې نیمار ووهله، یو ګول بېرته ترلاسه کړ، خو دغه ګول د دې لوبډلې د حذف کېدو مخه ونه نیوه. هالنډ په دغو دوو ګولونو سره د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام کې د خپلو ګولونو شمېر اوو ته ورساوه او د لیونل میسي او کیلیان امباپه ترڅنګ د دغو سیالیو د غوره ګول‌وهونکو د جدول په سر کې ځای ونیو.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-07-06 04:45:23

Timeline

  1. Pajhwok

    برازیل د ۲۰۲۶ نړۍوال جام له سیالیو بهر شو؛ ناروې د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ووته

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-06 09:14:25

برازیل د ۲۰۲۶ نړۍوال جام له سیالیو بهر شو؛ ناروې د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته ووته

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button