KabulPoliticsافغانستانپښتو

د ټرانسپورټ او هوايي چلند او لوړو زده کړو وزیرانو د ارغندۍ ترمینل… — Bakhtar

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-31 10:08:13🎙 راډیو واورئ

Summary: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت وزیر ملا محمد فاضل مظلوم، د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداءمحمد ندیم، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مالي او اداري معین حافظ صدیق الله عابد، د پولي تخنیک پوهنتون رئیس، استادانو او مسلکي انجنیرانو د کابل ولایت ارغندۍ مسافروړونکي ترمینل پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د لیدنې پر مهال یادو چارواکو، استادانو او انجنیرانو د ترمینل له بېلابېلو برخو څخه لیدنه او څارنه وکړه او د یادې پروژې د چارو بهیر یې له نږدې وارزاوه.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دې لیدنې موخه د ترمینل د چارو ارزونه، د ترسره شویو فعالیتونو څارنه او د پروژې د تخنیکي او مسلکي اړخونو په تړاو د اړوندو مسلڪي ڪادرونو او متخصصینو نظرونه ترلاسه کول وو.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-31 10:08:13

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د ټرانسپورټ او هوايي چلند او لوړو زده کړو وزیرانو د ارغندۍ ترمینل پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-31 05:48:45

د ټرانسپورټ او هوايي چلند او لوړو زده کړو وزیرانو د ارغندۍ ترمینل پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button