Summary: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت وزیر ملا محمد فاضل مظلوم، د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداءمحمد ندیم، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مالي او اداري معین حافظ صدیق الله عابد، د پولي تخنیک پوهنتون رئیس، استادانو او مسلکي انجنیرانو د کابل ولایت ارغندۍ مسافروړونکي ترمینل پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د لیدنې پر مهال یادو چارواکو، استادانو او انجنیرانو د ترمینل له بېلابېلو برخو څخه لیدنه او څارنه وکړه او د یادې پروژې د چارو بهیر یې له نږدې وارزاوه.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دې لیدنې موخه د ترمینل د چارو ارزونه، د ترسره شویو فعالیتونو څارنه او د پروژې د تخنیکي او مسلکي اړخونو په تړاو د اړوندو مسلڪي ڪادرونو او متخصصینو نظرونه ترلاسه کول وو.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د ټرانسپورټ او هوايي چلند او لوړو زده کړو وزیرانو د ارغندۍ ترمینل پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه
Sources
Afghan sources
د ټرانسپورټ او هوايي چلند او لوړو زده کړو وزیرانو د ارغندۍ ترمینل پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه