د افغانستان د نورستانیانو عالي شورا وايي، طالبانو د سېلابځپلو سیمو د بیارغونې ژمنې نه دي پوره کړې او د دغو سېلابونو د قربانیانو لپاره کورنۍ او نړیوالې مرستې هم په شفاف او عادلانه ډول نه دي وېشل شوي. شورا په خپله اعلامیه کې ویلي چې د نورستان اوسېدونکي د کمزورو بنسټیزو تاسیساتو، د لومړنیو عامه خدمتونو د نشتوالي او د دولتي بېپامۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. په اعلامیه کې راغلي: «د دولتي پاملرنې د نشتوالي له امله د نورستان اوسېدونکي اړ شوي چې د سړکونو او پلونو د جوړولو لپاره د خپلو محدودو امکاناتو په کارولو د سیمې لرغونې ونې پرې کړي؛ دا د یوې محرومې ټولنې د بېوسۍ او د طبیعي میراث د تدریجي له منځه تلو دردونکی انځور دی.» د نورستانیانو عالي شورا د مرستو د وېش په بهیر کې د شخصي اړیکو او منځګړیتوبونو د اغېز په اړه هم شکایت کړی او د مرستو د راټولولو، وېش او لګولو لپاره یې د یوه خپلواک او شفاف میکانېزم د جوړېدو غوښتنه کړې ده. شورا له طالبانو غوښتي چې په نورستان کې د سړکونو، معیاري پلونو، روغتونونو او ښوونځیو د جوړولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. همداراز یې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د سېلابځپلو کورونه او ویجاړ شوي عامه تاسیسات ورغوي، د ځنګلونو ساتنې او د روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د نورستانیانو شورا: طالبانو د سېلابځپلو سیمو د بیارغونې ژمنې نه دي عملي کړې
Sources
Afghan sources
د نورستانیانو شورا: طالبانو د سېلابځپلو سیمو د بیارغونې ژمنې نه دي عملي کړې