هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک… — Bakhtar
Summary: د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ښاروالۍ له لوري د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د هزار جفت بازار د عمومي سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. سرچینې باختر اژانس ته ویلي، چې دغه سړک د ۶ زره او ۲۷۸.۲ متره مربع مساحت په اندازه جوړېږي او لګښت یې د ګرمسېر ښاروالۍ له پراختیایي بودېجې څخه ورکول کېږي. سرچینې زیاته کړې، ، د یاد سړک د جوړولو لومړنۍ چارې، چې کټینګ او پېلینګ پکې شامل دي، پیل شوې دي او د دغو چارو له بشپړېدو وروسته به د سړک د قیر اچونې چارې پیل شي. دغه پروژه د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنې پر بنسټ پلې کېږي او ټاکل شوې ده، چې په درېیو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې کمې، د بازار ښاري نظم او پرمختګ ته زمینه برابره او د خلکو په ورځنیو چارو کې به اسانتیاوې رامنځته شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې