EnglishHealthKabulافغانستان

د جرمني په ۳۴ ښارونو کې د ځوان نسل لاریونونه؛ فرانکفورټ کې هټۍ… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-01 05:32:57🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د برلین، فرانکفورټ او مونیخ په ګډون د جرمني په ۳۴ ښارونو کې لسګونو زرو کسانو د ژوند د لګښتونو زیاتوالي، د ښوونیز نظام د وضعیت او اجباري پوځي خدمت پر ضد لاریونونه کړي؛ خو په فرانکفورټ ښار کې دغه لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي او یو شمېر دوکانونه هم لوټ او ویجاړ شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، دغه لاریونونه پرون (شنبه) د Gen Z regelt»» (ځوان نسل پرېکړه کوي) په نوم یوې ډلې تنظیم کړي وو. ګډونوالو یې د پوهنې برخه کې د ډېرو پانګونو، د روغتیايي او ښوونیز نظام د لا ښه ملاتړ او د ټولنیزو او اقتصادي مسوولیتونو د عادلانه وېش غوښتنه کوله. لاریونوالو د اجباري پوځي خدمت مخالفت هم کړی او ویلي یې دي چې حکومت باید پر ځوان نسل د نورو مسوولیتونو د تپلو پر ځای د هغوی اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته رسېدنه وکړي. په برلین کې د دې ډلې ویاندې لینا فریدریش ویلي چې دوی د جګړې او جبر پر ځای د سولې او ازادۍ لپاره لارو کوڅو ته راوتلي دي. هغې زیاته کړې چې د روغتیايي او ښوونیز نظام ښه ملاتړ او د مسوولیتونو عادلانه وېش د لاریونوالو له مهمو غوښتنو څخه دي. د راپور له مخې، په مونیخ کې سټیو په نوم یوه ۱۸ کلن ځوان، چې ټاکل شوې وه په یوه…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-11-01 05:32:57

Timeline

  1. Pajhwok

    د جرمني په ۳۴ ښارونو کې د ځوان نسل لاریونونه؛ فرانکفورټ کې هټۍ لوټ شوې دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-01 10:01:07

د جرمني په ۳۴ ښارونو کې د ځوان نسل لاریونونه؛ فرانکفورټ کې هټۍ لوټ شوې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button