Kabulافغانستانامنیتپښتو

پاکستان کې د یوه ټیک‌ټاکر د واده مراسمو کې د ګڼې‌ګوڼې له امله… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-01 09:52:05🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د یوه مشهور ټیک‌ټاکر د واده په مراسمو کې د ګڼې‌ګوڼې له امله یو کس مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د جیو نیوز د راپور له مخې، دغه پېښه د پنجاب ایالت په سیالکوټ ښار کې د «مسټر پتلو» په نوم د یوه مشهور ټیک‌ټاکر د نکریزو په مراسمو کې رامنځته شوې ده. د پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه ټیک‌ټاکر نوم «محمد انصار جټ» یاد کړی دی. د ژغورنې سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه مراسم د دسکه سړک په اوږدو کې په یوه لوبغالي کې جوړ شوي وو او تنظیموونکو یې عامو خلکو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه. د ژغورنې سرچینو ویلي، د لوبغالي د دروازو له پرانیستل کېدو سره سم ګڼه‌ګوڼه رامنځته شوه چې په پایله کې یې یو کس مړ او ۱۳ نور ټپیان شول. بلخوا، جیو نیوز راپور ورکړی چې پولیسو په دغو مراسمو کې د یوه کس د مړینې په تړاو د اتو نومول شوو او ۴۵ ناپېژاندو شکمنو کسانو پر ضد دوسیه ثبت کړې او ویلي یې دي چې د اصلي شکمن د نیولو هڅې روانې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-01 09:52:05

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پاکستان کې د یوه ټیک‌ټاکر د واده مراسمو کې د ګڼې‌ګوڼې له امله یو کس مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-01 14:19:55

پاکستان کې د یوه ټیک‌ټاکر د واده مراسمو کې د ګڼې‌ګوڼې له امله یو کس مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button