کابل (پژواک) – پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د یوه مشهور ټیکټاکر د واده په مراسمو کې د ګڼېګوڼې له امله یو کس مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. د جیو نیوز د راپور له مخې، دغه پېښه د پنجاب ایالت په سیالکوټ ښار کې د «مسټر پتلو» په نوم د یوه مشهور ټیکټاکر د نکریزو په مراسمو کې رامنځته شوې ده. د پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه ټیکټاکر نوم «محمد انصار جټ» یاد کړی دی. د ژغورنې سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه مراسم د دسکه سړک په اوږدو کې په یوه لوبغالي کې جوړ شوي وو او تنظیموونکو یې عامو خلکو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه. د ژغورنې سرچینو ویلي، د لوبغالي د دروازو له پرانیستل کېدو سره سم ګڼهګوڼه رامنځته شوه چې په پایله کې یې یو کس مړ او ۱۳ نور ټپیان شول. بلخوا، جیو نیوز راپور ورکړی چې پولیسو په دغو مراسمو کې د یوه کس د مړینې په تړاو د اتو نومول شوو او ۴۵ ناپېژاندو شکمنو کسانو پر ضد دوسیه ثبت کړې او ویلي یې دي چې د اصلي شکمن د نیولو هڅې روانې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
پاکستان کې د یوه ټیکټاکر د واده مراسمو کې د ګڼېګوڼې له امله یو کس مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي
منابع
Afghan sources
پاکستان کې د یوه ټیکټاکر د واده مراسمو کې د ګڼېګوڼې له امله یو کس مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي