EnglishHealthKabulافغانستان

زابل کې د یوه بس چپه کېدو له امله یو کس مړ او… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-06 06:14:12🎙 Listen to radio

کندهار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي بس چپه کېدو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۲۸ نور ټپیان شوي دي. د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ذبیح‌الله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن دوشنبه سهار شاوخوا څلور بجې د شاجوی ولسوالۍ په بازرګان سیمه کې هغه مهال شوې چې یو ۵۸۰ بس چې له هراته کابل ته پر لاره و، چپه شوی دی. د هغه په خبره، په ټپیانو کې ۱۸ سړي، شپږ ښځې او څلور ماشومان شامل دي. جوهر زیاته کړه، د پېښې له کېدو سره سم د عبور او مرور شرطې او نورو امنیتي ځواکونو سیمې ته ځان رسولی، ټپیان یې ژر تر ژره نږدې روغتیايي مرکز ته لېږدولي او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-06 06:14:12

Timeline

  1. Pajhwok

    زابل کې د یوه بس چپه کېدو له امله یو کس مړ او ۲۸ نور ټپیان شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-06 10:37:59

زابل کې د یوه بس چپه کېدو له امله یو کس مړ او ۲۸ نور ټپیان شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button