Summary: د هرات ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د چارو د بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارلو خبر ورکړی دی. د هرات ښاروالۍ ویاند خان محمد یوسفزي باختر اژانس ته ویلي، چې په دغو پروژو کې د ښار د مستوفیت له سیمې څخه د باغ مراد څلورلارې پورې د عمومي سړک د ختیځې غاړې پخول او د خواجه مراد په شمالي برخه کې د یوه کانال جوړول شامل دي.د مسوولینو په خبره، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي او د سطحي اوبو د تنظیم او د اوبو د ډنډ کېدو له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو مخه به هم ونیول شي.د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي چې د ښاري زیربناوو د پراختیا، د سړکونو د وضعیت د ښه والي او ښاریانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو هڅې روانې دي او په بېلابېلو سیمو کې نورې پروژې هم د پلي کېدو او پلان جوړونې په پړاو کې دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
هرات کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختيايي پروژو چارې بشپړې شوې
Sources
Afghan sources
هرات کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختيايي پروژو چارې بشپړې شوې