Summary: د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست په عنابې او حصه اول ولسوالیو کې د بیروج د دوو نويو کانونو د استخراج چارو د پیل خبر ورکړی دی. د یاد ریاست رئیس مولوي محمدقاسم امیري باختر اژانس ته ویلي، چې د دغو کانونو د استخراج چارې د عنابې ولسوالۍ د ګیم په کلي او د حصه اول ولسوالۍ د کوده زار په کلي کې پیل شوې دي.نوموړي زیاته کړې، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۲۱ کسانو د بیروج او ګارنېټ د مسلکي استخراج رسمي جوازونه ترلاسه کړي او په عملي توګه یې د استخراج فعالیتونه پیل کړي دي.هغه ویلي، چې د پنجشېر معدني محصولات، په ځانګړې توګه د دغه ولایت زمرد، اوس په نړۍوالو نندارتونونو کې ځانګړی ارزښت او ځای خپل کړی دی.په همدې حال کې، د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د کانونو د استخراج د فعالیتونو پراختیا د کانونو د سکټور د ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې د سیمه ییزې ادارې د هڅو پایله بولي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پنجشېر کې د بیروجو د دوو نويو کانونو د استخراج چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
پنجشېر کې د بیروجو د دوو نويو کانونو د استخراج چارې پیل شوې