د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له افغان طالبانو سره د کړکېچ ختمولو لپاره د امریکا د منځګړتوب د وړاندیز هرکلی کوي، خو ټینګار یې کړی چې دا منځګړتوب باید له افغان خاورې د پاکستان د امنیتي اندېښنو د پای ته رسېدو سبب شي. د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ( د لړم ۱۰مه) انډیپنډنټ اردو ته ویلي، چې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره د خپلو کړکېچونو په کمولو کې د امریکا متحدو ایالتونو د منځګړتوب هرکلی کوي. له دې سره، پاکستان ټینګار کړی، چې افغان طالبان باید د پاکستاني طالبانو د تحریک او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بياېلاې) او نورو وسلهوالو ډلو پر ضد «پرېکنده، دوامدار او د باور وړ» اقداماتو ته ژمن شي.اسلاماباد له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي، چې دغه وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې د دوی خلاف فعالیت او بریدونه کوي، خو افغان طالبان دا ادعاوې بې بنسټه ګڼي.دا څرګندونې تر هغه وروسته کېږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره ورځ د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د «رغنده رول» لوبولو چمتووالی وښود.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هر ډول منځګړیتوب یا ډیپلوماټیکو هڅو بریالیتوب به په دې پورې تړلی وي،چې د پاکستان امنیتي اندېښنو ته عملي ځواب پیدا شي. تر دې مخکې، په افغانستان کې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
پاکستان له افغان طالبانو سره په کړکېچ ختمولو کې د امریکا د منځګړتوب مشروط هرکلی وکړ
منابع
Afghan sources
پاکستان له افغان طالبانو سره په کړکېچ ختمولو کې د امریکا د منځګړتوب مشروط هرکلی وکړ