Summary: تبصره : په هره ټولنه کې ځینې دودونه د وخت په تېرېدو دومره عام شي، چې خلک یې د ګټو او زیانونو له ارزولو پرته ترسره کوي، په افغاني ټولنه کې د پټاقیو چول د همدې ناوړه دودونو یوه څرګنده بېلګه ده، چې د خوښۍ په نوم یو دود ګرځېدلی، خو تر شا یې ګڼ زیانونه پټ دي. دلته د اندېښنې وړ خبره یوازې د پټاقیو غږ نه دی، بلکې هغه فکر دی چې د نورو د ارامۍ پروا نه کوي. کله چې یو ناوړه دود د ټولنې د عادت برخه شي او خلک یې د زیانونو پر وړاندې بېپروا پاتې شي، ورو- ورو د نورو حقونو ته د نه درناوي زمینه هم پراخېږي. د یوه کس یا یوې کورنۍ خوښي باید د نورو د ناارامۍ په بیه تمامه نه شي او د خوښۍ مراسم باید د مینې، یووالي او نېکو هیلو د څرګندولو ځای وي، نه د نورو د ځورونې سبب. ښايي د پټاقیو چول د ځینو کسانو لپاره یوازې د څو شېبو ساتېري وي، خو همدا څو شېبې د یوه ناروغ لپاره د سختې ناارامۍ، د یوه ماشوم لپاره د کلکې وېرې او د یوه سپینږیري لپاره د سترې وارخطایۍ لامل کېدای شي. باید ومنو چې افغاني ټولنه نن تر بل هر وخت ډېر خوندیتوب او سالم چاپېریال ته اړتیا لري، نو اړینه ده چې د ژوند چاپېریال یې د هوساینې او ډاډ ځای وي. په همدې تړاو، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د پټاقیو د تولید، واردولو، پلورلو، پېرلو او چولو د مخنیوي پرېکړه د ستاینې وړ اقدام دی. دغه پرېکړه د یوه زیانمن دود د له منځه وړلو ترڅنګ د خلکو د ارامۍ، رواني امنیت او خوندیتوب د ساتنې لپاره هم ځانګړی ارزښت لري. د دې اقدام اهمیت په دې کې دی، چې د ټولنې د اصلاح او د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره عملي ګام اخیستل شوی، تر ټولو یې مهمه لا دا چې دغه اقدام د ګټورو دودونو د پیاوړتیا او د زیانمنو دودونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي. د پټاقیو د مخنیوي پرېکړه باید د نورو هغو ناوړه دودونو د پرېښودو لپاره هم د پوهاوي یوه بېلګه وګرځي، چې د خلکو پر ژوند منفي اغېز کوي. یادونه یې اړینه بولم، چې یوه هوسا ټولنه په شور او چاودنو نه جوړېږي، بلکې د خلکو د حقونو په ساتنه جوړېږي. افغاني ټولنه اوس د خوندي چاپېریال تږې ده، نو اړینه ده چې د پټاقیو په څېر ناوړه دودونو ته نور د پای ټکی کېښودل شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پټاقۍ؛ هغه ناوړه دود چې د ټولنې ارامي ګواښي