Summary: د پکتیکا ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۶ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد باختر اژانس ته ویلي، چې دغه ښوونځي د مرکز ښرنې په ګډون وازیخوا، نعمت اباد، شکین، تروې او برمل ولسوالۍ کې جوړ شوي دي.هغه زیاته کړې چې له دې ډلې ۱۰ ښوونځي د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د ځانګړې لارښوونې له مخې له فرضي کرښې سره په پرتو ولسوالیو کې جوړ شوي او په مرکز ښرنه کې شپږ هغه ښوونځي دي، چې مخکې یې د سویډین موسسې تر چتر لاندې فعالیت درلود.د یادونې وړ ده، چې د دغو ښوونځيو په جوړېدو سره د یادو ولسوالیو زرګونه زده کوونکو ته د زده کړو په برخه کې ښه او مناسب چاپیریال برابر شي.
Quick facts
Locationپکتیکا
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-11-02 10:32:16
Timeline
-
Bakhtar
پکتیکا کې ۱۶ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې