کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې له پاکستانه راقاچاق شوې یو شمېر وسلې کشف او ترلاسه شوې دي. د یادې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، دغه وسلې چې ۲۰ تومانچې او څلور ټوپک پکې شامل دي، د ډنډپټان ولسوالۍ په ناري ژوره سیمه کې کشف او ترلاسه شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، د دغو وسلو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د عاملینو پېژندلو او نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-06 09:15:10
مهالوېش
-
Pajhwok
پکتیا کې له پاکستانه راقاچاق شوې یو شمېر وسلې کشف او ترلاسه شوې دي
سرچینې
Afghan sources
PajhwokPS
2026-07-06 13:44:35
پکتیا کې له پاکستانه راقاچاق شوې یو شمېر وسلې کشف او ترلاسه شوې دي