افغانستانامنیتپښتودایکندي

د دایکندي یو قومي مشر په خپل کور کې وژل شوی — AF International

روان خبرSecurityدایکندي1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-02 12:16:28🎙 راډیو واورئ

د دایکندي په شهرستان ولسوالۍ کې د حاجي غلام محمد په نوم یو قومي مشر وژل شوی دی. ځایي خلکو د هغه وژنه د طالبانو غچ اخیستنه ګڼلې، خو د طالبانو ولایتي ادارې دا پېښه« شخصي دښمني» ګڼلې ده. سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دا پېښه د شنبې په شپه شاوخوا دولس بجې د شهرستان ولسوالۍ په غوچان کلي کې شوې ده. سرچینو دا پېښه د طالبانو « غچ اخیستنه» ګڼلې او ویلي، چې حاجي غلام محمد د طالبانو د ډلې ښه نه اېسېده. څرګنده نه ده، چې له تېر جمهوري نظام او طالبانو سره د دغه وژل شوي قومي مشر اړیکې څنګه وې؟په دایکندي کې د طالبانو د والي دفتر د نوموړي د وژل کېدو خبر تایید کړی، خو په پېښه کې یې د طالبانو لاس لرل رد کړي دي. طالبان ډېرو ورته وژنو ته د « شخصي دښمنۍ» نوم ورکوي او د عاملانو د نیولو ژمنه کوي، خو منتقدان یې وایي، چې دا ډول ژمنې نه عملي کیږي. دغه سازمان په افغانستان کې د طالبانو پر هغو تګلارو نیوکه کړې چې د خپلواکو رسنیو فعالیت محدودوي او همداراز یې په امریکا کې دولتي ادارو او د پرېکړو مرکزونو ته د خبریالانو د لاسرسي د محدودېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د بې‌پولې خبریالانو سازمان د نومبر په دویمه، چې د خبریالانو پر وړاندې د…

لنډ معلومات

ځایدایکندي
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-02 12:16:28

مهالوېش

  1. AF International

    د دایکندي یو قومي مشر په خپل کور کې وژل شوی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-02 10:43:50

د دایکندي یو قومي مشر په خپل کور کې وژل شوی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button