کابل (پژواک): د الجزیرې خبري شبکې د یوه تحلیلي راپور له مخې، د متحده ایالتونو د نفتو او ګازو ۵۱ لویو شرکتونو له ایران سره د امریکا د جګړې پر مهال له ۱۳۰ میلیارد ډالرو ډېره ګټه کړې، خو په همدې موده کې امریکایي مصرفوونکو بیا د پټرولو او ډیزلو لپاره شاوخوا ۱۵۰ میلیارد ډالره اضافي لګښت کړی دی. الجزیرې د نیویارک ټایمز د ارزونې له مخې راپور ورکړی چې د امریکا دغو شرکتونو د روان کال له اپرېل څخه تر سپټمبر پورې له ۱۳۰ میلیارد ډالرو ډېره ګټه کړې، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال په همدې موده کې یې ګډه ګټه له ۴۷ میلیارد ډالرو کمه وه. د راپور له مخې، د براون پوهنتون د اقلیمي حللارو لابراتوار د څېړنې پر بنسټ، امریکایي وګړو د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران جګړې له پیل راهیسې د پټرولو او ډیزلو لپاره ۱۵۰ میلیارد ډالر اضافي لګښت کړی چې د هرې کورنۍ لپاره په منځنۍ کچه له ۱۱۵۰ ډالرو ډېرېږي. د راپور په حواله، د منځني ختیځ او روسیې د نفتو تصفیهخونو ته د زیانونو او د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ په لېږد کې د ګډوډیو رامنځته کېدو له امله د نړۍ په بازارونو کې د سونتوکو عرضه کمه شوې او د امریکا د نفتو او تصفیهخونو د ګټې کچه لوړه شوې ده. د ایټالیا د نړۍوالو…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
له ایران جګړې پر مهال د امریکا د نفتو شرکتونو له ۱۳۰ میلیارد ډالرو ډېره ګټه کړې
Sources
Afghan sources
له ایران جګړې پر مهال د امریکا د نفتو شرکتونو له ۱۳۰ میلیارد ډالرو ډېره ګټه کړې