Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د افغانستان لپاره د بلاروس له غیر مقیم سفیر السکاندر سریګوویچ اوګورودنیکوف سره کتلي دي. د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې مولوي نور جلال جلالي، بلاروس ته د خپل وروستي سفر پر مهال د روغتیا په برخه کې د ياد هېواد د روغتیا وزارت له لوري د افغانستان له روغتیایي سیسټم سره د هر اړخیزې همکارۍ اړوند ژمنو مننه وکړه او په وینا یې د اړونده موضوعاتو په تعقیب سره به افغانستان د روغتیا په برخه کې ډېر څه مثبت ولري. هغه دغه راز د روغتیا په برخه کې د روغتیایي کارکوونکو د تجربو شریکولو، د درملو په برخه کې افغانستان ته د درملو واردولو او ظرفیت لوړونې دورو اړوند خبرې کړې او ویلي یې دي: "په افغانستان کې اوسمهال د درملو تولیدي فابریکو، تشخیصیه بنسټونو او روغتونو جوړولو لپاره د پانګونې ښه فرصتونه شته او کولای شو او له خنډونو پرته په دې برخه کې کار وکړو." د افغانستان لپاره د بلاروس غیر مقیم سفیر هم په خپلو خبرو کې ویلي چې هڅه یې دا ده چې د روغتیا په برخه کې د افغانستان له روغتیایي سیسټم سره له نږدې کار وکړي. هغه افغانستان ته د درملو او طبي تجهیزاتو د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو یادونه هم کړې او زياته کړې يې ده چې له عامې روغتیا وزارت سره به همکاري وکړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د بلاروس له غیر مقیم سفیر سره وکتل
سرچینې
Afghan sources
د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د بلاروس له غیر مقیم سفیر سره وکتل