Kabulافغانستانامنیتپښتو

محمودخان اڅکزی: افغانستان د پاکستان پنځم ایالت نه‌دی، اسلام‌اباد دې دغه ذهنیت بدل… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-03 00:21:57🎙 راډیو واورئ

د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د پاکستان حکومت ته په خطاب ویلي، له افغانستان سره د اړیکو لپاره باید دا خبره له ذهنه وباسئ چې «کابل یا افغانستان زموږ پنځمه صوبه» ده. نوموړي دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدو ته په اشارې کړې دي. محمود خان اڅکزي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۱مه) پر فیسبوک پاڼه پاکستان ته له افغانستان سره د اړیکو جوړېدو او لارو پرانیستل کېدو ته په اشارې لیکلي، «که غواړئ له افغانستان سره د اړیکو او تګ‌راتګ لارې بېرته پرانیزئ؛ نو باید له خپلې توندې لهجې او قاموس څخه دغه خبره وباسئ چې کابل یا افغانستان زموږ پنځم ایالت دی».نوموړي تر دې وړاندې هم پر پاکستان نیوکه کړې وه او ویلي یې و، چې اسلام‌اباد له خپل ګاونډي هېواد سره خپلې اړیکې خرابوي. هغه زیاته کړې وه، چې د اسکندر مقدوني له زمانې تر ننه افغانستان د یرغلګرو هدیره پاتې شوی او ستر قدرتونه نه دي توانېدلي په دغه هېواد کې خپلې موخې ترلاسه کړي. بقایي د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، د سیمې وروستیو بدلونونو او کړکېچونو د افغانستان د وضعیت، د ترهګریزو ګواښونو د مهار او د دغه هېواد د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د ګډ امنیت ترمنځ د تړاو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-03 00:21:57

مهالوېش

  1. AF International

    محمودخان اڅکزی: افغانستان د پاکستان پنځم ایالت نه‌دی، اسلام‌اباد دې دغه ذهنیت بدل کړي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-02 22:52:32

محمودخان اڅکزی: افغانستان د پاکستان پنځم ایالت نه‌دی، اسلام‌اباد دې دغه ذهنیت بدل کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button