Englishافغانستانامنیت

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر: د افغان کډوالو د اېستلو لپاره له… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-11-03 00:22:00🎙 Listen to radio

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد د پارلمان د استازو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، پاریس د هغه افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل کړې چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري. خو د حکومت یوې مخالفې استازې بیا دغه اقدام له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو پر لور ګام بللی دی.د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز د دوشنبې په ورځ وویل: «هڅه کوو د هغه افغانانو د بېرته ستنولو زمینه برابره کړو، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري. دا تخنیکي خبرې دي».نونیز زیاته کړه، ښايي د دغه کسانو له ډلې ځینې یې د عامه نظم لپاره ګواښ وي. له طالبانو سره د فرانسې د خبرو اترو موضوع د دغه هېواد د پارلمان د ځینو استازو له نیوکو سره مخ شوې ده.د ایکولوژیستانو ګوند استازې لیا بالاژ ال‌ماریکي د فرانسې حکومت تورن کړی، چې له دغه اقدام سره یې له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو عادي کولو لپاره لومړني ګامونه اخیستي دي. هغې همداراز طالبان د «جنسیتي اپارتاید» د پلي کولو له لارې پر بشریت ضد جنایتونو تورن کړي دي.تر دې مخکې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم افغانستان انټرنشنل ته منلې وه، چې پاریس د یوشمېر افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي.دغه وزارت…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-03 00:22:00

Timeline

  1. AF International

    د فرانسې د کورنیو چارو وزیر: د افغان کډوالو د اېستلو لپاره له طالبانو سره تخنیکي خبرې کوو

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-02 22:35:06

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر: د افغان کډوالو د اېستلو لپاره له طالبانو سره تخنیکي خبرې کوو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button