Kabulافغانستانامنیتدری

په کابل کې د دولتي ښوونځیو زده‌کوونکي د ښوونکو له کمښت شکایت کوي — AF International

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-03 00:22:03🎙 رادیو را بشنوید

د کابل ولایت د دولتي ښوونځیو زده‌کوونکي شکایت کوي، چې په دغه ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت له امله د لېسې زده‌کوونکي د ښوونیز کال په اوږدو کې له مناسبې زده‌کړې بې‌برخې شوي دي. له دې ډلې یو زده‌کوونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، سره له دې چې ځینو ښوونځیو د کال په اوږدو کې کافي ښوونکي نه لرل؛ خو له زده‌کوونکو یې د کال په پای کې د درسي کتابونو د ټولو مطالبو په اړه ازموینې اخیستل کېږي.دغه زده‌کوونکي پوښتنه کړې، له هغه زده‌کوونکو څنګه تمه کېدای شي چې د ښوونکي د نشتوالي له امله یې زده‌کړې نه‌دي ترلاسه کړې، د کتابونو ټول مطالب زده کړي وي؟هغه له افغانستان انټرنشنل غوښتي، چې د کابل په دولتي ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه وڅېړي او د زده‌کوونکو غږ تر نړۍوالو ورسوي. تر دې وړاندې هم د ځینو ولایتونو زده‌کوونکو افغانستان انټرنشنل ته په لېږلو پیغامونو کې شکایت کړی و، چې طالبانو ته د دوی د زده‌کړو د ښه‌والي پرځای ظاهري بڼه ډېره مهمه ښکاري.په کندهار کې هم زده‌کوونکي وايي، چې طالبان لاهم د درسي کتابونو او ښوونکو د کمښت د حل پرځای د هغوی پر ظاهري بڼه، لباس، ږیره او پګړۍ زیات تمرکز کوي. دوی وايي، د زده‌کړې بهیر ته هغومره پاملرنه نه‌کېږي لکه د دوی ظاهري بڼې ته. نوموړي ویلي، که څه هم د…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-03 00:22:03

خط زمانی

  1. AF International

    په کابل کې د دولتي ښوونځیو زده‌کوونکي د ښوونکو له کمښت شکایت کوي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-02 22:22:09

په کابل کې د دولتي ښوونځیو زده‌کوونکي د ښوونکو له کمښت شکایت کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button