DevelopmentEnglishKabulافغانستان

د غور د لعل او سرجنګل اوسېدونکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته… — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-03 07:37:01🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د غور د پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکو په ۵۲۰ زره افغانیو شخصي لګښت د «کجي‌جوی» د هلکانو لېسې لپاره نوې ودانۍ جوړه کړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د غور د پوهنې ریاست د رسنیو دفتر مسوول ذبیح‌الله وفا وایي چې دغه ودانۍ یو پوړ لري او اته درسي خونې پکې جوړې شوې دي. د هغه په خبره، د غور د پوهنې رییس د دغې ودانۍ د پرانیستې پر مهال د سیمې د خلکو له همکارۍ مننه کړې او د جوړې شوې ودانۍ پر ساتنې یې ټینګار کړی. د دغه ښوونځي زده‌کوونکي هم د خپلو کورنیو او د پوهنې ریاست د مسوولینو د ملاتړ ستاینه کوي او وایي چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره له هغو ستونزو خلاص شول چې پخوا ورسره د اوړي په ګرمۍ کې تر خېمو لاندې د زده‌کړو پر مهال مخ وو. د دغه ښوونځي یوه زده‌کوونکي حسن وویل: «پخوا مو د اوړي په ګرمۍ کې تر خېمو لاندې درسونه ویل او له ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو اوس د دغې ودانۍ په جوړېدو سره زموږ د زده‌کړو لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي. له هغو کورنیو او د پوهنې له مسوولینو مننه کوو چې د دغه ښوونځي په جوړولو کې یې همکاري کړې ده.» د غور د لعل او سرجنګل…

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-11-03 07:37:01

Timeline

  1. Pajhwok

    د غور د لعل او سرجنګل اوسېدونکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-03 12:05:45

د غور د لعل او سرجنګل اوسېدونکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button