Summary: په کاپیسا ولایت کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص لپاره یو ګرځنده اکسرې ماشین د دغه ولایت په ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون کې فعال شوی دی. په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د کاپیسا د عامې روغتیا رئیس مولوي دادالله امداد باختر اژانس ته وویل، چې دغه ماشین د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه ۶۴۵ زره افغانۍ پېرل شوی دی.د نوموړي په وینا، د دغه ماشین د فعالېدو موخه د توبرکلوز ناروغۍ پر وخت تشخیص او د کاپیسا په ټولو سیمو کې د هېوادوالو لپاره د خدمتونو برابرول دي.ورته مهال د کاپيسا مرستیال والي شیخ اسدالله سنان د ناروغیو د ژر تشخیص او معیاري روغتیايي خدمتونو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.نوموړي او ورسره مل پلاوي د کاپیسا د ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون له بېلابېلو څانګو لیدنه هم وکړه او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو وضعیت یې وارزوه.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
کاپیسا کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص اکسرې ماشین فعال شو
Sources
Afghan sources
کاپیسا کې د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص اکسرې ماشین فعال شو