د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) وايي، د هرات په ۱۵۰ بستریز مرکز کې د نشهيي توکو لسګونه روږدو کسانو ته د درملنې او بیارغونې خدمتونه وړاندې کېږي. د یاد سازمان په وینا، دغه مرکز هڅه کوي د طبي درملنې، رواني مشورو او مسلکي زدهکړو له لارې روږدي کسان بېرته عادي ژوند ته وګرځوي. د روغتیا نړۍوال سازمان په راپور کې راغلي، دغه مرکز د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) او روغتیا نړۍوال سازمان په ملاتړ او د اروپايي ټولنې په مالي مرسته فعالیت کوي. په راپور کې راغلي، چې په دغه مرکز کې ناروغانو ته د ډاکټرانو تر څار لاندې درملنه، رواني او ټولنیز ملاتړ او مشورتي خدمتونه وړاندې کېږي؛ څو بېرته عادي ژوند ته وګرځي. په راپور کې د هرات د ۲۹ کلن میرویس کیسه هم خپره شوې، چې له ځوانۍ راهیسې په نشهيي توکو روږدی شوی و. نوموړی وايي، په تنکۍ ځوانۍ کې یې د خپل ګاونډ له ملګرو سره د سګرټو څکولو ته لېوالتیا پیدا کړه؛ خو وروسته یې بېلابېل نشهيي توکي وازمویل او په نشهیي توکو روږدی شو. د راپور له مخې، د ګرځنده روغتیايي ډلې له لارې د هرات د نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې له مرکز سره تر یو ځای کېدو وروسته میرویس په خپله خوښه د درملنې بهیر پیل کړ. د روغتیا نړۍوال…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د روغتیا نړۍوال سازمان: په هرات کې د روږدو کسانو د درملنې او بیارغونې اسانتیاوې برابرې شوې
سرچینې
Afghan sources
د روغتیا نړۍوال سازمان: په هرات کې د روږدو کسانو د درملنې او بیارغونې اسانتیاوې برابرې شوې